افغان ناروغ لرونکي: پاکستان د درملنې لپاره په« ټوکن» د ورتګ اجازه نه راکوي
له پاکستان څخه د بېاسنادو افغان کډوالو په زوره د اېستلو او دغه هېواد ته د افغانانو پر ننوتلو د محدودیتونو له لګولو وروسته اوس یو شمېر ناروغ لرونکي شکایت کوي چې ټوکنونه لري، خو له ویزې پرته پاکستان ته د ننوتو اجازه نه ورکول کېږي.
د دوی له ډلې زرمینې ازادي راډيو ته وویل، څو ورځې وړاندې د پاکستان حکومت د هغې د تره زوی او وراره چې دواړه سخت ناروغان وو، د تورخم له دروازې له ټوکن په لاس خو له ویزې پرته د ننوتو اجازه ورنهکړه.
هغه وايي چې د تره زوى يې له دوو ورځو انتظار وروسته په تورخم کې مړ شو.
زرمینه زیاتوي...