نتنیاهو: حماس سره د اوربند د تمدید مذاکراتو پایله ورنه کړه، مرکچیان مو قطر نه بېرته ستنیږي د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر پرون ویلي، په قطر کې د غزې د جګړې د اوربند نوي کولو لپاره خبرې له خنډ سره مخامخې شوې او د اسراییل مرکچیان به خپل هېواد ته ستانه شي. د نتنیاهو په سپارښتنه د اسراییل د بهرنیو استخباراتي خدماتو ادارې (موساد) مشر ډېوېډ برنیا ته امر شوی چې مرکچي ډله یې له قطر څخه روانه شي. د نتنیاهو دفتر ویلي تروریستي سازمان حماس، د لنډمهاله اوربند په موافقه کې له خپله اړخه عمل نه دی کړی. اسراییل د اوو ورځو لپاره د نافذ شوي اوربند د مهلت له ختمېدو وروسته په غزه کې بیا بمباري پیل کړه چې نن یې درېیمه ورځ ده. Читать полностью...