په ملګرو ملتونو کې د افغانستان او پاکستان استازو لفظي شخړه کړې
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ناستې پر مهال د پاکستان استازي منیر اکرم ویلي چې نصیراحمد فایق د افغانستان استازیتوب نه شي کولای.
اکرم وروسته تر هغه دا خبرې وکړې چې د افغانستان استازي نصیراحمد فایق پاکستان د افغانستان د روانو ناخوالو مسوول وباله او ویې ویل چې تل یې دوه ګونی چلند کړی دی.
فایق زیاته کړه چې پاکستان له یوې خوا ځان د ترهګرۍ قرباني بولي او له بلې خوا د ترهګرو ملاتړ او لابي ګري کوي.
د پاکستان استازي منیر اکرم د نصیراحمد فایق د دې څرګندونو په غبرګون زیاته کړه چې فایق د ده په خبره د افغانانو...