اسیايي لوبې؛ محمد خالد هوتک خپل هندي حریف مات کړ
محمد خالد هوتک خپل هندي حریف مات کړ او افغانستان یې د چین په اسیایي لوبو کې د درېیم مډال څښتن کړ.
د اسيايي لوبو د تنظيموونکې کمېټې د معلوماتو له مخې، د افغانستان د ووشو لوبغاړي محمد خالد هوتک په ٧٠ کيلو ګرام وزن کې د کوارټر فاينل دور په یوه سیالي کې خپل هندی سیال د پښې په یوې ضربې سره ناک اوټ کړ.
هوتک د برنزو د مډال د ګټلو سربېره سیمي فاینل ته لار وکړه او تمه ده هلته له چینایي لوبغاړي سره لوبه وکړي.
خالد هوتک تر دې مخکې قزاقستانی سیال وهلی و.
تمه ده هوتک نن له چینایي سیال سره په نیمه پایلوبه کې مخ شي.