اروپايي ټولنه د ناګورنو قرهباغ اغېزمنو کسانو سره ۵ میلیونه مرسته کوي اروپايي کمېسیون پرون سې شنبه اعلان وکړ، چې اروپايي ټولنه به په لانجمنه سیمه ناګورنو قرهباغ کې له جګړو اغېزمنو شویو کسانو سره د بشري مرستې لپاره ۵ میلیونه یورو چې ۵ میلیونه او درې لکه ډالره کېږي، اختصاص کوي. د بشري مرستو او د بحرانونو د مدیریت لپاره د اروپايي ټولنې کمشنر یانیڅ لنارچیچ ویلي: "موږ باید د هغو زرګونو کسانو ملاتړ ته ځانونو چمتو کړو، چې له ناګورنو قره باغ یې د کډې کولو پرېکړه کړې ده." لنارچیچ ویلي، داسې اټکل کېږي، رواروان ژمی به د دغو کډوالو لپاره نور چلنجونه او ستونزې هم پېښې کړي. Читать полностью...