د خوړو نړیوال پروګرام: ۶ میلیونه افغانان او سوډانیان د لوږې لوړې کچې سره مخ دي
د خوړو نړیوال پروګرام ډبیلو ایف پي وايي افغانستان او سوډان دوه هغه هیوادونه دي چې له ۶ میلیونو ډېر وګړي یې د لوږې له لوړې کچې سره مخ دي.
د دغه ادارې په یو راپور کې چې نن خپور شو راغلي، افغانستان د خوړو له بحران سره د مخو هغو لسو هیوادونو په منځ کې دی چې د نفوس ډیری برخه یې له قحطۍ سره یو ګام واټن لري.
په راپور کې راغلي چې کانګو دیموکراتیک جمهوریت، ناجیریا، سوډان، یوتوپیا، افغانستان، یمن، بنګله دېش، پاکستان، جنوبي سوډان او سومالیا هغه لس هېوادونه دي، چې میلیونونه وګړي یې د خوړو له شدید نه خوندیتوب سره مخ دي.