عوامي نېشنل ګوند د ارباب غلام کاسي د وژنې ضد احتجاج وکړ عوامي نیشنل ګوند د بلوچستان په پښتون میشته سیمه چمن کې د ارباب غلام کاسي د وژنې او په پاکستان کې د افغانانو نیولو ضد احتجاج کړی دی. د سېپټېمبر پر ۲۱مه، مظاهرینو تر لاریون وروسته جلسه وکړه او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې د کاسي د وژنې په اړه دې عدالتي کمېشن جوړ کړي او د افغانانو د نیولو لړۍ دې ودوري. دا له هغې وروسته ده چې د بلوچستان په کچلاک کې د عوامي نېشنل ګوند د مرکزي کمیټۍ غړي، ارباب غلام کاسي ایډوکېټ مړی تېره ورځ وموندل شو. د سېپټمبر پر ۱۹مه، د کچلاک (کچلاغ) پولیسو مشال راډيو ته وویل چې کاسی پر سر، یو ډز ويشتل شوی وو. Читать полностью...