د قطر صدراعظم د طالبانو مشر ملا هبتالله اخندزاده سره پټې خبرې کړي
رویټرز خبري اژانس نن د سرچینو په حواله خبر ورکړی چې د قطر صدراعظم د مې په ۱۲مه کندهار ته د سفر پر مهال د طالبانو له مشر هبتالله اخندزاده سره پټې خبرې اترې کړې دي.
کندهار ته د قطر د صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني له سفر ۱۹ ورځې وروسته، رویټرز خبري اژانس نن خبر ورکړی چې هغه په دې سفر کې د طالبانو له مشر ملاهبتالله اخندزاده سره هم کتلي دي.
رویټرز لیکي، دا معلومات د خپل نوم د نه خپرولو په شرط په دې غونډه کې یو ګډون کوونکي شخص ورکړي.
راپور کې د سرچینې له قوله زیاته...