جان کربي: افغان طالبان د نورې انزوا په لور روان دي د امریکا د ملي امنیت د شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږی کوونکی وایي، افغان طالبان د نورې انزوا په لور روان دي. جان کربي له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې د جمعې په ورځ وویل، طالبان د خپلو ژمنو خلاف عمل کوي. کربي زیاته کړه چې طالبانو په دوحه کې ژمنه کړې وه او د کابل له نیولو وروسته یې بیا دا خبره وکړه چې دوی به د حکومت په توګه د ښځو او نجونو پرمختګ ته چې په افغانستان کې رامنځته شوی درناوی کوي، خو هغوی له دې ژمنو څخه سرغړونې کوي. جان کربي دا هم وویل، که طالبان د خپل نظام مشروعیت غواړي، د ټولنې... Читать полностью...