د بلخ په چمتال کې د یوې کورنۍ ۷ تنه وژل شوي د بلخ په چمتال ولسوالي کې د یوې کورنۍ اوه تنه وژل شوي دي. په بلخ کې د طالبانو د امنیه قومانداني ویاند محمد اصف وزیري وایي، دا کسان د جرقلعه په سیمه کې په مرموز ډول د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوي چې د پېښې لامل هم معلوم نه دی. طالبان وایي چې دوی د دې پېښې څېړنه کوي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت تېره اونۍ خبر ورکړ چې په تېر یوه کال کې د کورنیو شخړو، ناموسي وژنو او د ښمنیو له کبله په افغانستان کې ۱۵۹۰ کسان وژل شوي دي. د ۲۰۲۲ کال د جولای په میاشت کې ملګرو ملتونو په خپل راپور کې ویلي و چې... Читать полностью...