کرکټ؛ افغانستان د متحده عربي اماراتو پر وړاندې لوبې کوي د افغانستان کرکټ بورډ د درې شل اوریزو سیالیو لپاره د عربي متحده اماراتو پر وړاندې لوبډله اعلان کړه. کرکټ بورډ نن شنبه په یوې خبرپاڼه کې لیکلي چې دا سیالۍ به د فبرورۍ میاشتې په ۱۶مه، ۱۸مه او ۱۹مه نېټو ترسره شي. په اعلان شوې لوبډله کې راشد خان، رحمن الله ګربز، عبدالرحمن رحماني، افسر ځاځی، عظمت الله عمرزی، بلال سمیع، فرید احمدملک، فضل الحق فاروقي، ګلبدین نایب، حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، مجیب الرحمن، نجیب الله ځدراڼ، ننګیال خروټی، نوین الحق، نجات مسعود، نور احمد، رحمت شاه، صدیق الله اتل، شاهد الله کمال، شرف الدین اشرف او ظاهر خان شامل دي. Читать полностью...