Добавить новость

د نزاکت خان کورنۍ د پاکستاني بمباریو قرباني؛ په بهسودو کې ۱۸ ملکیان وژل شوي

د طالبانو حکومت تاییدوي چې د پاکستان د پوځ په هوايي حمله کې ننګرهار ولایت کې لږ ترلږه اتلس اوسېدونکې وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان شوي دي. دا حمله چې د شنبې ماخوستن ناوخته «کب دویمه» شاوخوا دولس بجې د بهسودو ولسوالۍ د ګردي کڅ په سیمه کې شوې پکې د یوې کورنۍ نږدې ټول غړي وژل شوي. د پېښې قربانیان او عیني شاهدان وايي یو شمېر قربانیان خاورو ته سپارل شوي او ځینې تراوسه تر خاورو لاندې دي. نزاکت د قربانیانو د دې کورنۍ یو غړی دی چې د کورنۍ د ۱۳ غړو جسدونه یې له خاورو رایستل شوي خو د دوه زامنو، یو ورور او دوو وریرونو جسدونه یې لا هم ورک دي.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта