د ګرمسېرو ولایتونو ځيني ښوونکي: په مناسب چاپېریال کې د زده کړو فرصت نه دی راته برابر
د افغانستان د ځینو ګرمسېرو ولایتونو او سیمو اوسېدونکي وایي اوس چې په ښوونځیو کې د کال څلورنیم میاشتنۍ ازموینې روانې دي، د ښوونځیو د ودانیو د ننګونو له امله حتی ډېری وخت دا ازموینې هم په خپل وخت نه اخیستل کېږي.
دوی ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې په سیمو کې یې اکثره ښوونځي یا ودانۍ نه لري او یا هم په خبره یې رغولو ته اړتیا لري چې ماشومان په ازاد چاپېریال یا د خیمو لاندې زده کړو ته اړ باسي.
د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ د ښوونځي یو ښوونکي حکمت الله په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"زموږ په ټول...