پاکستان کې اته خبریالان او د ټولنیزو رسنیو فعالان په عمري حبس محکوم شول
پاکستان کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې د جمعې په ورځ اته خبریالان او د ټولنیزو رسنیو فعالان د دوی په غیاب کې په عمري حبس محکوم کړل.
دوی چې د پخواني صدراعظم عمران خان په ملاتړیې آنلاین فعالیت درلوده د ترهګرۍ په ارتباط جرمونو په تورونو کې ګرم پیژندل شوي وو.
دعمري قید دغه سزاګانې دهغو قضیو په ارتباط صادرې شوې چې د ۲۰۲۳ کال د می په ۹ مه د تاوتریخوالي ډکو لاریونونو وروسته ثبت شوي دي. هغه مهال کله چې عمران خان د لنډې مودې لپاره ونیول شو نو لاریونکوونکو په پوځي تاسیساتو بریدونه وکړل.
له هغه وخت راهیسې د...