تر راتلونکي نړیوال شل اوریز جام وروسته د ملي ټيم مشر روزونکی جاناټن ټراټ له افغان لوبډلې سره مخه ښه کوي
د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې د راتلونکي کال تر شل اوریزو نړیوال جام وروسته د کرکټ د ملي ټيم د سر روزونکي جاناتن ټراټ دنده پای ته رسیږي.
کرکټ بورډ په یوه بیان کې لیکلي: "د مشر روزونکي جوناتن ټراټ دوره به په رسمي ډول د ۲۰۲۶ کال د شل اوریزو نړیوال جام وروسته پای ته ورسیږي، چې ټاکل شوې ده په فبروري کې ترسره شي."
بورډ لیکلي د ملي لوبډلې د راتلونکي پړاو او لا زیاتې ودې په هدف یې دا پریکړه کړې ده.
جاناټن ټراټ د افغانستان د کرکټ بورډ تر اعلان وروسته په یوه بیان کې ویلي: "زه په هغه څه ویاړم چې موږ په...