طالبان غواړي اروپا کې میشتو افغانانو ته د دوی قونسلي خدمتونه ممکن شي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له ملګرو ملتونو غوښتي چې اروپا کې د میشتو افغانانو ستونزو ته دې د دوی د حکومت لاسرسی ممکن کړي.
متقي دغه غوښتنه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د یوناما له مشرې روزا اتونبایوا سره په کتنه کې کړي دي.
دغه وزارت نن پنجشنبه ( د غبرګولې ۱۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، که د طالبانو حکومت اروپا میشتو افغانانو ته قونسلي خدمتونه برابر کړای شي، د کډوالو حقوقي مسلې به حل شي.
دا مهال په اروپا کې د افغانستان څو محدود سفارتونه او کنسلګرۍ له طالبانو...