د تورخم دروازې د پرانیستلو لپاره د ډیورند کرښې دواړو غاړو دوهمه غونډه د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو لسګونه قومي مشران او سوداګر نن په تورخم ښارګوټي کې راټول شول او په تورخم کې د رامنځته شوې ستونزې د دایمي حل لپاره یې بحثونه وکړل. د جرګې یو غړي او په ننګرهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي دکتور مخلص احمد ازادي راډيو ته وویل: "دواړو لورو په لانجمنو ټکو یو وار بیا بحثونه وکړل، دواړه لوري به د بحثونو پایلې له خپلو مشرتابه سره شریکوي چې د ستونزو لپاره د حل لارې پیدا شي، نن تر ماښامه به د جرګې غړي یو بل سره خپل پیغامونه شریکوي او دواړه لوري د لانجمنو مسایلو د... Читать полностью...