يونېسف: تېر يو کال کې مو د '۴۵۷' زره خوارځواکو ماشومانو درملنه کړې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، د ۲۰۲۱م کال د اګست له میاشتې راهیسې یې د ۴۵۷ زره هغو ماشومانو درملنه کړې، چې په شدیده خوارځواکۍ اخته وو. د دې ادارې د پروني ټویټ له مخې دغه څلور لکه اووه پنځوس زره ماشومان وژغورل شول، خو دغومره شمېر نور د رغېدو لپاره دویم چانس لري. په وروستیو کې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې شا و خوا یو ميلیون ماشومان د خوارځواکۍ له کبله د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي. افغانستان کې وروستۍ طبيعي پېښې او کمزوری اقتصاد هغه لاملونه... Читать полностью...