اجيت دوال: له تروريزم سره مبارزې لپاره بايد د افغانستان وړتيا لوړه شي د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دوال نن د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې په سیمهییزې امنیتي غونډې کې وویل، پکار ده چې له ترورېزم سره د مبارزې لپاره د افغانستان وړتیا لوړه شي. ښاغلي دوال زیاته کړه چې هند له افغانستان سره تاریخي اړیکي لري او د هند حکومت تل د افغانانو ترڅنګ دریدلی او د افغانانو ملاتړ ته به دوام ورکړي. په پلازمېنې دوشنبې کې د افغانستان په اړه په دې غونډه کې د هند سربېره د روسیې، چین، ایران او منځي اسیا د هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو برخه اخیستې ده. Читать полностью...