د افغانستان – ايران ترمنځ پر سوداګريزو ستونزې خبرې شوي د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو ستونزو د حل لپاره د یوې ګډې خونې پر جوړېدو بحث شوی. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په یوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې په دې اړه غونډه تېره ورځ د خونې په مرکزی دفتر کې جوړه شوې وه. په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، د ګډې خونې د ایران څانګه فعاله شوې ده خو د افغانستان څانګه لا هم نه ده جوړه شوې. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي غړي خان جان الکوزي په دغه ناسته کې، ایران د افغانستان مهم سوداګریز شریک بللی او ویلي یې دي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته سوداګریزې ستونزې باید حل شي. Читать полностью...