په زابل کې د ټرافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه شوي په زابل ولایت کې څلور کسان په یوه ټرافیکي پېښه کې مړه او ۲ نور ټپیان شوي دي. د طالبانو تر ولکې لاندې باختر اژانس په یوه ټویټ کې ویلي، چې پېښه په هزارتک سیمه کې شوې ده. افغانستان کې ځینو نورو رسنیو بیا راپور ورکړی، چې پېښه د زابل- کندهار پر لویه لار نن سهار وختي هغه وخت شوې، چې یوه کرولاډوله موټر له یوه باروړونکي مازداډوله موټر سره ټکر وکړ. په افغانستان کې د ټرافیکي پېښو عمده علت د چلوونکو بې احتیاطي او د ټرافیکي اصولو نه مراتول ښوول کېږي. Читать полностью...
Всероссийский субботник пройдет на территории сервисного локомотивного депо «Москва-Сортировочная» 27 апреля!