د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه په اوکراین کې د جنګي جنایتونو په څېړنه بوخت دي د اروپايي ټولنې د عدالت کمېشنر وايي، د دې ټولنې ۱۱ غړي هېوادونه په اوکراین کې د جنګي جنایتونو په څېړنه بوخت دي. د اروپايي ټولنې د عدالت کمېشنر دیدییه ریندر ژمنه وکړه، چې په اوکراین کې به د جنګي جنایتونو ادعاوې له قانون سره سمې وڅېړل شي. ده ویلي، پر اوکراین د روسیې د غیرموجه یرغل پر مهال شوي جنایتونه به بې مجازاته نه پاتېږي. دیدییه ریندر پرون شنبه د ایټالیا لا سټامپا ورځپاڼې ته وویل، د اروپايي ټولنې ۱۱ غړي هېوادونه په اوکراین کې د جنګي جنایتونو په څېړنه بوخت دي اوتر اوسه ۶۰۰ مشکوک کسان پېژندل شوي دي. Читать полностью...
Туроператоры назвали направления, куда россияне поедут отдыхать на майские праздники: некоторые страны удивили