نیکول پاشینیان په پارلماني ټاکنو کې د بري اعلان وکړ د ارمنستان سرپرست صدراعظم نیکول پاشینیان په پرونیو تر وخت مخکې پارلماني ټاکنو کې د بري اعلان وکړ. لومړنۍ نتیجې ښيي چې د پاشینیان ګوند د پام وړ بریا خپله کړې، خو د اپوزېسیون عمده اتحاد د ټاکنو نتیجه رد کړې او ادعا لري چې درغلي شوې ده. د پرونیو ټاکنو د درې پر څلورمه برخه شمېرل شویو رایو لومړنۍ نتیجې ښيي چې د پاشینیان د مدني تړون ګوند ۵۵،۶ فیصده رایې خپلې کړي. د دغو نتیجو له مخې د پخواني ولسمشر روبرټ کوچاریان په مشرۍ د ارمنستان اتحاد یوازې ۲۰ فیصده رایې ګټلې دي. پاشینیان نن سهار وختي د خپلې... Читать полностью...