Коллектив ансамбля народного танца «Тараторки» стал победителем зонального этапа проекта «Культура – это мы!»
لاس انجلس ټایمز: د افغان هوایي ځواکونو ستونزې څه دي؟ لاس انجلس ټایمز لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د افغان هوايي ځواک د ستونزو په اړه لیکنه خپره کړې ده. دې ورځپاڼې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواک خوځښتونو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته به په کندهار کې چې د طالبانو تاریخي مرکز دی، ګواښونه زیات شي. ورځپاڼې په دې ولسوالۍ کې د امریکا د یوې قراردادي څرخکې د یوې ورځې فعالیت انځور کړی او لیکلي یې دي چې دا هليکوپټر د اکمالاتو مسوولیت لري. Читать полностью...