په جلال اباد کې د کرکټ 'ګلبهار' اکاډمۍ فعاله شوه په جلال اباد ښار کې د ګلبهار په نوم د کرکټ یوه معیاري اکاډمۍ جوړه او ګتې اخېستنې ته وسپارل شوه. دغه اکاډمۍ چې د افغانستان د کرکټ بورډ د مسوولانو او د کرکټ د یو شمېر لوبغاړو له خوا پرانېستل شوه، د جلال اباد ښار ختیځ کې د اکرام قریشي په نوم د یوه سوداګر له خوا جوړه شوې ده. ښاغلي قریشي وایي، د ۲لکه او ۸۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت یې د ګلبهار په نوم کرکټ اکاډمۍ ځکه جوړه کړه چې په خبره یې، له کرکټ سره د ځایي ځوانانو مینه بې کچې خو د لوبې کولو او معیاري زده کړو لپاره یې هېڅ هم نه لرل. د قریشي په... Читать полностью...