د ناټو غونډه؛ دغې سرمشریزه کې له افغانستانه د پوځیانو په وتلو هم بحث کېږي د ناټو غړو هېوادونو د مشرانو غونډه پیل شوه، د شمالي اتلانتیک تړون/ناټو سازمان مشران له افغانستانه د پوځیانو په وتلو، په ټولیز امنیت، سایبري ګواښونو، له چین او روسیې سره اړیکو او دفاعي لګښتونو باندې بحث کوي. د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د سرمشریزې په لومړني حاشیهيي بحث کې وویل چې ناټو به له افغانانو سره ملاتړ ته دوام ورکړي. ښاغلی سټولټنبرګ زیاتوي: "لکه څنګه چې موږ خپل پوځي مأموریت پای ته رسوو. موږ به د افغانانو لپاره ملاتړ ته دوام ورکوو، د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل له لارې چې دا ډېره مهمه ده. Читать полностью...
Туроператоры назвали направления, куда россияне поедут отдыхать на майские праздники: некоторые страны удивили