يو امریکايي چارواکی: اټمي موافقې ته د ستنېدو لپاره ایران ته ډېر امتیازونه منل شوي د امریکا حکومت یوه جګپوړي چارواکي ویلي دي چې متحده ایالاتو د ۲۰۱۵ کال اټمي موافقې ته د بېرته ستنېدو لپاره ایران ته ډېر امتیازونه ومنل. دې چارواکي چې غواړي هویتیې پټ پاتې شي له پیاوړو قدرتونو سره د ایران د خبرو د څلورم پړاو د پیل په درشل کې پرون له رسنیو سره په ټيليفوني خبري کنفرانس کې وویل چې تهران دې د نورو لویو امتیازونو تمه نهکوي. هغه زیاته کړه چې وروسته له دې د خبرو بریا او ناکامي په ایران پورې تړلې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي دا روښانه نهده چې ایا ایران د نړۍ له... Читать полностью...