د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ امنیه قوماندان او یو بل پولیس ووژل شول د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ امنیه قوماندان څارمن عبدالله او یو بل پولیس له طالبانو سره په نښته کې وژل شوي دي. د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند ګل حیدر احمدي پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل د لوګر په مرکز پل علم کې دا نښته د چهارشنبې په ماښام وروسته له هغه وشوه چې طالبانو د عمر اباد سیمې پر پوسته برید وکړ. ښاغلي احمدي زیاته کړه چې د طالبانو له برید وروسته مرستندوی ځواکونه سیمې ته ورسېدل. د احمدي په وینا په نښته کې طالبانو ته هم مرګژوبله اوښتې ده، خو هغه ونهویل چې څو تنه طالبان مړه او ټپیان شوي دي. Читать полностью...
Федеральный девелопер: ЦФА позволят легко и просто накопить квадратные метры и "обернуть" их в квартиру