په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر: د نعمت روان وژنې سخت ټکان راکړی په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر وايي، د مالیې وزارت د مطبوعاتو د امر او د طلوعنیوز د پخواني ویاند نعمت روان وژنې سخت ټکان ورکړی دی. راس وېلسن پر ټویټر په یوه بیان کې پر روان برید غندلی او د هغه له کورنۍ او دوستانو سرهیې خواخوږي څرګنده کړې ده. دا جګپوړی امریکايي ډیپلومات وايي، د رسنیو پر ضد روان تاوتریخوالی ډېر ناوړه کار دی. ښاغلی وېلسن زیاتوي چې پر رسنیو حملې باید سمدستي بندې شي. نعمت روان پرون پنجشنبه په کندهار ښار کې د ناڅرګندو وسلهوالو په ډزو ووژل شو. د دې حملې مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې نهدی منلی. Читать полностью...
«Наука в школе: реальность или иллюзия»: в Технопарке Физтех-лицея им. П. Л. Капицы эксперты выяснили, могут ли школьники заниматься наукой
Федеральный девелопер: ЦФА позволят легко и просто накопить квадратные метры и "обернуть" их в квартиру