د امریکا لوی درستیز: د افغان هوايي ځواک د ملاتړ د دوام پر پلان کار نهدی شوی د امریکا د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي وايي، له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان د هوايي ځواک د ملاتړ د دوام پر پلانیې کار نهدی کړی. جنرال میلي دا څرګندونې تېره شپه د امریکا له دفاع وزیر لوید استېن سره په ګډه خبري غونډه کې وکړې. هغه زیاته کړه چې ښايي د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د افغان ځواکونو د روزنې پروګرام په کوم بل هېواد کې پیل شي. له افغانستانه د امریکا او ناټو د پوځي ځواکونو د وتلو بهیر د مې په لومړۍ نېټه پیل شو او تمه ده چې د سپټمبر په ۱۱مه نېټه به بشپړ شي. Читать полностью...
Всероссийский субботник пройдет на территории сервисного локомотивного депо «Москва-Сортировочная» 27 апреля!
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о формировании взаимовыгодного международного сотрудничества