د جاپان دولت په توکیو او ۳ نورو سیمو کې د بېړني وضعیت په اړه پرېکړه اعلانوي د جاپان دولت به نن په دې اړه خپله پرېکړه اعلان کړي چې د مې تر پایه په توکیو او درېیو نورو سیمو کې بېړنی وضعیت غځوي که څنګه. د کرونا وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره د جاپان حکومت داسې وخت د بېړني حالت په تمدید غور کوي چې په جاپان کې پلان شوي المپیک سیالیو ته کمې میاشتې پاتې دي. تمه ده دوبني المپیک په توکیو کې د جولای په ۲۳مه پيل شي. یوولس زره لوبغاړي به په المپیک کې برخه واخلي. دا سیالۍ تېر کال د کرونا وبا په خاطر ځنډول شوې وې. جاپان له مخکې پرېکړه کړې وه چې د المپيک لپاره له بهره د نندارهچیانو ورتګ منع کړي. Читать полностью...