فوټبال؛ چلسي لوبډله د اروپا د اتلانو جام فاینل ته ووته د انګلستان د چلسي د فوتبال ټیم خپل هسپانوي رقیب ریال مادرېد ته ماته ورکړه او د اروپا د اتلانو جام فاینل ته ووت. لوبه تیره شپه په لندن کې ترسره شوه او چلسي دوه د صفر په مقابل کې ریال مادرېد ته ماتې ورکړه. تېره اوونۍ دواړو ټیمونو لوبه یو-یو مساوي کړې وه. وړمه ورځ مانچسټر سیټي د پاریس سنت جرمن لوبډلې ته دوه د صفر په مقابل کې ماته ورکړې او د اروپا د فوتبال جام فاینل ته ووتلی و. د اروپا د اتلانو د جام وروستۍ یا فاینل لوبه به د روانې مې میاشتې په ۲۹مه په استانبول کې د مانچسټر سیټي او چلسي لوبډلو ترمنځ ترسره شي. Читать полностью...