جرمني کې 'کریسشن ډیموکراټ ګوند' خپل مشر ټاکي د جرمني محافظه کار ګوند، کریسشن ډیموکراټ اتحاد نن شنبه (د مرغومي ۲۷مه) په یوه مهمه رایه اچونه کې د دغه ګوند لپاره مشر ټاکي. د دغه ګوند د مشرتابه لپاره درې کسان کاندیدان دي چې د انګېلا مېرکل ځای ناستی شي. د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل د جرمني یا المان د محافظه کار کریسشن ډیموکراټ ګوند تر ۱۶ کلنې مشرۍ وروسته غواړي د ګوند له مشرتابه تقاعد شي. د کریسشن ډیموکراټ ګوند د مشرتابه لپاره دغه ټاکنې د جرمني لپاره د یوه حساس کال په پیل کې کېږي، ځکه د روان میلادي په سېپټمبر میاشت کې په جرمني عمومي انتخابات کېږي. Читать полностью...
Минфин РФ: отсутствие интероперабельности - это препятствие к использованию ЦФА в международных расчетах