مذهب ته په سپکاوي تورن کس په عدالت کې ووژل شو د خېبر پښتونخوا چارواکي وایي نن (د جولای په ۲۹مه) د پېښور په یو عدالت کې یو تن هغه وخت په ډزو ووژل شو چې د خپلې مقدمې د اورېدنې لپاره ورغلی وو. وژل شوی تن طاهر شمیم احمد نومیږي چې دوه کاله وړاندې پرې د مذهب د سپکاوي تور لګول شوی وو. نوموړی نن هغه وخت په ډزو ووژل شو چې پر ضد یې د مذهب سپکاوي د مقدمې اورېدنه روانه وه. د پېښور ښار د پولیسو یو چارواکی محمد علي ګنډاپور په عدالت کې رسنيوو ته وویل چې وژل شوی تن د پېښور د اچیني بالا اوسېدونکی وو چې په ۲۰۱۸م کال کې پرې د نوښار ضلعې په یو پولیس سټېشن کې د مذهب د سپکاوي کېس درج کړل شوی وو. Читать полностью...