چین کې د کرونا وایروس له امله ۱۵۰ نور کسان مړه شوي د چین د روغتیا ملي کمېسیون، په دغه هېواد کې په کرونا وایروس د ۱۵۰ نورو کسانو د مړینې خبر ورکړی دی. دغه کمېسیون ویلي، په دغه وایروس تازه ۴۰۹ نور کسان اخته شوي دي. له دې سره په چین کې په دغه وایروس د اخته شویو کسانو شمېر ۷۷۱۵۰ ته ورسېد او د مړو شویو شمېر ۲۵۹۲ ته پورته شو. له چین وروسته ایران هغه هېواد دی چې د کرونا وایروس له امله د مړینې لوړه شمېره لري. د ایران ایسنا نیمه دولتي خبري اژانس ویلي، دغه هېواد کې کرونا وایروس ۵۰ تنه مړه کړي، خو د دغه هېواد د روغتیا وزارت یوازې د ۱۲ کسانو مړېنه تأیيد کړې ده. Читать полностью...