فراه کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره تدابیر نیول شوي د فراه ولايت محلي چارواکي وايي د کرونا وژونکي ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره دوى پر سرحد ځينې تدابير سنجولي دي. د فراه والي محمد شعيب ثابت د دې ويروس د تشخيص لپاره يوه صحي ډله پر پوله ګمارل شوې او راستانه شوي کسان معاينه کوي. هغه زیاته کړه: "د خلکو د چېک کولو لپاره طبي ټيم لېږلى چې مجهز اسباب او وسايل ورسره دي، څو هغه کسان چې خداى ناخواسته په کرونا ويروس اخته دي، تشخيص کړي، موږ د فراه په مرکز کې ۱۰ بستري روغتون د تداوۍ او ٢٠ بستري روغتون د دغو کسانو د قرنطين لپاره چمتو کړى دى." د فراه والي وايي... Читать полностью...