خوست کې د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو له اعلانه هرکلی شوی په خوست کې یو شمېر خلکو په ولسي غونډه کې جمهوري ریاست ته پر ټولو کاندیدانو غږ وکړ چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له خوا اعلان شوې پایلې ومني او د سولې د ټینګولو لپاره کار وکړي. د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د تېرې سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې انتخابات محمد اشرف غني په ۵۰ اعشاریه ۶۴ فیصده رایو ګټلي دي. خو د هغه یو شمېر رقیبو کاندیدانو د کمېسیون د پرېکړې له منلو ډډه کړې ده. په ټاکنو کې د اشرف غني لوي سیال عبدالله عبدالله ځان بریالی اعلان کړ او ویې ویل چې خپل حکومت به جوړ کړي. په خوست کې پرونۍ... Читать полностью...