په ایران کې په کرونا وایروس اخته کسان مړه شول د ایران په قُم ښار کې دوه وګړي چې په کرونا وایروس اخته پېژندل شوي وو، مړه شوي دي. د ایران د روغتیا وزیر، کیانوش جهانپور پرون د فبورۍ په ۲۰مه، دا خبر تأیید کړ. خو د قُم د طبي زدهکړو د پوهنتون مشر تر دې پېښې یوه ورځ مخکې د ایران خبري اژانس مهر ته خبر ورکړی و چې دوه وګړي په کرونا وایروس اخته شوي وو. ایراني چارواکو ویلي چې دواړو وګړو د تنفسي ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده. د ایران د روغتیا وزیر ایسنا خبري اژانس ته ویلي چې په هغه هېواد کې د کرونا وایروس مثبتې پېښې په وروستیو دوو ورځو کې ثبت شوې دي. Читать полностью...