افغان کرکټ بورډ ۳ لوبغالي او ۶ اکاډمۍ په اجاره ورکوي د افغانستان کرکټ بورډ ۳ لوبغالي او ۶ د کرکټ اکاډمۍ خصوصي سکټور ته په اجاره ورکوي. د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډيو ته وویل چې دا به لومړی داوطلبۍ ته وړاندې شي. د افغانستان کرکټ بورډ وايي، په شرایطو برابر شرکتونه کولای شي چې د اسنادو له ضمیمې سره خپل وړاندیزونه د روان ۲۰۲۰ کال مارچ میاشتې تر درېیمې نېټې افغان کرکټ بورډ ته وسپاري. د کرکټ بورډ چارواکي وايي له دغو لوبغالو څخه به ترلاسه شوي عواید د لوبغاړو د وړتیا په لوړولو ولګول شي. Читать полностью...
«Без сострадания нет большого художника»: музыканты Спивакова дают благотворительные концерты в Оренбурге
Минфин РФ: отсутствие интероперабельности - это препятствие к использованию ЦФА в международных расчетах