پوتین او زېلېنسکي د دویمې سرمشریزې او بندیانو تبادلې په اړه خبرې کړي د اوکراین او روسیې ولسمشرانو ولادېمير زېلېنسکي او ولادیمیر پوتین پرون ټېلیفوني خبرې وکړې. د اوکراین د ولسمشر د دفتر په وینا، هغوی په نورماندي کې د دویمې سرمشریزې پر جوړېدو او د بندیانو د تبادلې پر امکان غږېدلي دي. د اوکراین دولسمشر د دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي چې هغوی د اوکراین په ختیځ ښار دونباس، په کرېمیا او روسیه کې د نیول شوو اوکرایني وګړو د خوشې کولو پر شرایطو بحث کړی دی. کرېملن ویلي چې پوتین له زېلېنسکي پوښتنه کړې چې حکومت یې پلان لري چې د منسک د سولې موافقه چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې لاسلیک... Читать полностью...