له روسيې څخه چين ته د دربست الوتکو الوتنې ودرول شوې د کرونا وايروس د خپرېدو له بېرې، له روسيې څخه چين ته سر له ننه د چارټر الوتکو هر ډول پروازونه ودرول شول. نن تر دې اقدام مخکې روسي چارواکو هغو دربست الوتکو ته چې روسي اتباع يې له چين څخه انتقالول، د الوتنې اجازه ورکړه. له ټولې روسيې څخه چين ته منظمې الوتنې دوې اوونۍ مخکې درول شوې وې، خو ځينو شرکتونو ته د مسکو د شيري ميت يفو هوايي ډګر له يوه ليرې ترمينل څخه د الوتنو اجازه وه. له کله چې په ډسمبر مياشت کې د چين په وهان ښار کې کورونا وايروس کشف شو، روسيې خپل په سلګونو وګړي له چين څخه انتقال کړي دي. Читать полностью...