د بخښنې نړیوال سازمان: پاکستان دې ژر 'منظور پشتین' خوشې کړي د بخښنې نړیوال سازمان د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پشتین د ژر تر ژره او بېقید او شرطه خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. دغه سازمان ویلي، منظور پشتین د بیان ازادۍ له حقه دفاع کوله او بېموجبه نیول شوی دی. منظور پشتین تېره شپه په پېښور کې له یوه کوره پولیسو نیولی دی. د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان پوځ په سلیقوي چلند تورن کړی او ویلي دي چې دغه پوځ ځیني کسان نیسي، خو د هغو ډلو ملاتړ کوي چې افغانستان کې جنګېږي. پشتین د پاکستان پر پوځ او طالبانو نیوکې کولې او څو ځلهیې د پاکستان د پوځ د کړنو پر ضد پراخ اعتراضونه رهبري کړي دي. Читать полностью...
Федеральный девелопер: ЦФА позволят легко и просто накопить квадратные метры и "обернуть" их в квартиру