د شمالي مقدونیا پولیسو څلور افغانان په کانټینر کې وموندل د شمالي مقدونیا پولیس وايي، د رېل ګاډي کارکوونکو یې پرون شنبه په یوه بند کانټینر کې څلور افغان پناه غوښتونکي هغه مهال وموندل چې رېل ګاډی د سربیا له خاورې دغه هېواد ته واوښت. د پولیسو په وینا، د رېل لارې کارکوونکو د رېل ګاډي په کانټینر کې د پناه غوښتونکو ټکا او لوړ غږ واورېد او کله چې دوی د کانټینر د دروازې قلف پرانیست څلور افغانان یې هلته وموندل چې عمرونه یې د ۱۹ او ۳۳ کلونو ترمنځ دي. پولیس باور لري چې دا کسان په یونان کې کانټینر ته په دې هیله ختلي چې د اروپا شتمنو هېوادونو ته ځانونه ورسوي. ... Читать полностью...
Всероссийский субботник пройдет на территории сервисного локомотивного депо «Москва-Сортировочная» 27 апреля!
Анна Пересильд, Леон Кемстач, Светлана Иванова, Яна Чурикова, Саша Стоун и другие гости «белой вечеринки» в рамках ММКФ