د چین "کرونا" وژونکې ناروغۍ فرانسې، امریکا او اسټرالیا ته هم خپره شوې په چین کې د کرونا په نوم اخیستونکې او وژونکې ناروغۍ په سرعت د خپریدو په حال کې ده او د راپورونو له مخې دا ناروغي فرانسې او اسټرالیا ته هم خپره شوې ده. چین نن وویل چې د دې ناروغۍ له امله په چین کې دننه تر اوسه یوڅلویښت کسان وژل شوي او لږ تر لږه یوزره دوه سوه اووه اتیا کسان پرې اخته شوې دي. دا ناروغي د چین په نهه ویشت ولایتونو کې خپره شوې ده او د دوه سوه اووه دیرش ناروغانو روغتیایي وضعیت خطرناکه بلل شوی دی. فرانسه وایي چې درې تنه یې په دې ناروغي اخته شوې دي. د امریکا متحد ایالتونه هم په دغه... Читать полностью...