ملګري ملتونه: افغانستان کې د خلکو د بېځایه کېدو لړۍ روانه ده په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ اداره (اوچا) وايي چې د جګړې له امله د خلکو د بېځایه کېدو لړۍ روانه ده. ددې ادارې په یوه اعلامیه کې چې پرون د جنورۍ په ۱۸مه، خپره شوې، لیکل شوي چې په تېر میلادي کال کې ۴۳۷ زره افغانان د جګړې له امله د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي. په اعلامیه کې همدا راز لیکل شوي چې په ۲۰۱۹ او ۲۰۱۸ میلادي کلونو کې ۲۴۵ زره کورنۍ په ختيځو ولایتونو کې د وچکالۍ له امله بېځایه شوي او د فقر له امله بېرته خپلو کلیو او کورونو ته نه شي ستنېدلای. جګړه او فقر هغه... Читать полностью...