ننګرهار کې څه د پاسه ۲۰۰ کیلوګرامه بېلابېل نشه يي مواد نیول شوي د ننګرهار ولایت پولیسو څه د پاسه دوه سوه کیلوګرامه بېلا بېل نشه يي مواد ونیول. د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادۍ راډیو ته وویل، په لومړۍ پېښه کې پولیسو د جلال اباد ښار به اوومه ناحیه کې (۲۰۰) کیلو ګرامه چرس او (۱۵) لېټره کېمیاوي مواد ونیول چې په یوه موټر کې پټ کړای شوي و. هغه زیاتوي، په دوهمه پېښه کې پولیسو د غني خیلو ولسوالۍ پر لاره په یوه موټر کې (۲۰) کیلوګرامه چرس، درې کیلوګرامه تاریاک او (۸۰) ګرامه د نشې ګولۍ ونیولې. د دې موادو د قاچاقو په تور پنځه کسان هم نیول شوي دي. Читать полностью...
Туроператоры назвали направления, куда россияне поедут отдыхать на майские праздники: некоторые страны удивили
Генерал-полковник Алексей Воробьев высоко оценил подготовку кинологов Росгвардии к предстоящим соревнованиям по профессиональному многоборью