له ایراني سفیر د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وضاحت غوښتنه د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ادریس زمان د چهارشنبې په سهار په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان څخه د یو شمېر ایراني چارواکو د هغه څرګندونو په اړه وضاحت وغوښت چې ویلي و که امریکا په ایران برید وکړي ایران به په افغانستان کې د امریکا یو شمېر اډې په نښه کړي. د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د هېڅ یو ایراني پوځي چارواکي نوم نهدی اخیستل شوی. په دې اعلاميه کې راغلي چې د ایران سفیر د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر ته د دواړو هېواد د ښو اړیکو د ټینګښت ترڅنګ د جغرافیوي... Читать полностью...