شمالي کوریا: امریکا سره خبرو کې د اټومي وسلو مسئله شامله نه ده په ملګرو ملتونوکې د شمالي کوریا سفیر ویلي چې په کوریاګانوکې د اټومي وسلو د له منځه تلو مسئله له امریکا سره په بحث کې شامله نه ده. کېم سونګ پرون، د ډېسېمبر په ۷مه، په نیویارک کې وویل چې داسې خبرې چې واشنګټن یې غوښتنه لري چې محتوا او دوام ولري، یوازې د دې لپاره دي چې وخت وسپموي او د امریکا په کورنۍ سیاسي اجنډا کې رېښې لري. کېم وویل: "مونږ اوس نه غواړو چې له امریکا سره اوږدې خبرې وکړو او د غیر اټومي کېدو مسئله د خبرو له مېزه لرې شوې ده." د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له شمالي کوریا... Читать полностью...