د امریکا پوځي اډې پېښه کې سعودي زده کوونکى مشکوک بلل شوى د امريکا د فلوريډا په يوه پوځي اډه کې د ډزو په پرونۍ پېښه کې د سعودي عربستان د هوايي چلن يو زده کوونکى مشکوک بلل شوى دى. دغه سعودي وګړى د پوځي روزنې لپاره په امريکا کې و او په هغه حمله کې مشکوک بلل کېږي، چې د امريکا د سمندري ځواک په اډه کې يې په نتيجه کې ٤ کسان ووژل شول. د فلوريدا والي او نورو چارواکو په خبره، په دې پېښه کې چې پرون په فلوريډا ايالت کې شوې، ٨ تنه نور ټپيان شوي دي. د پوليسو يوه افسر ويلي، په څلورو وژل شويو کسانو کې په خپله حمله کوونکى هم شامل دى. دا روانه اوونۍ دويم وار دى،... Читать полностью...