دفاع وزارت: د هوايي ځواک منسوبينو ته پر وخت معاشونه ورکول کېږي د افغانستان د دفاع وزارت يوه چارواکي هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې د هوايي ځواک د ګڼو منسوبينو معاشونه له مياشتو راهيسې نه دي ورکړل شوي. تر دې مخکې د مشرانو جرګې د شکايتونو کميسيون مشر زلمي زابلي ازادۍ راډيو ته ويلي وو، چې تر ډېره د هوايي ځواک غړو ته چې په هغوى کې پيلوټان هم شامل دي، معاشونه نه دي ورکړل شوي. ښاغلي زابلي ويلي، دوى د همدغو شکايتونو پر اساس د دفاع وزارت مقامات هم خپلې غونډې ته وربللي وو. خو د دفاع وزارت د هوايي ځواک په برخه کې د لوى درستيز مرستيال ډګر جنرال محمد شعيب تېره شپه... Читать полностью...